د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، ا.ا د واخان لار د چین تر پولې رسولې او هڅه کوي د سترو اقتصادي پروژو په پلي کولو سره افغانستان اقتصادي ځانبسیاینې ته ورسوي. نوموړي په پکتیا کې د نښتر دودیزې مشاعرې ته ویلي، د ا.ا له واکمنېدو وروسته په هرات کې ۱۵۰۰ کارخونو فعالیت پیل کړی او افغانستان په ۳۰۰ برخو کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی. د مجاهد په وینا، د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د هېواد صادرات اووه سلنه زیات شوي او اوسنۍ دولتي بودجه په بشپړه توګه له کورنیو عوایدو تمویلېږي. هغه همداراز د فرهنګي فعالیتونو او مشاعرو پر پراختیا ټینګار کړی او د شاعرانو او فرهنګي شخصیتونو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.








