د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په ایران کې د واک د بدلون په اړه فکر نه کوي، بلکې له دغه هېواد سره د یوې دایمي هوکړې په لټه کې دی. ټرمپ د شنبې په ورځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلې تګلارې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په ایران کې د واک بدلون ته یې هېڅکله ډېره پاملرنه نه ده کړې او اوس مهال امریکا له یوې داسې ډلې سره مخ ده، چې چلند ورسره ستونزمن دی. هغه زیاته کړې، غواړي له ایران سره داسې دایمي هوکړه وکړي، چې که په راتلونکي کې د امریکا ولسمشر بېکفایته هم وي، دغه هوکړه پر خپل ځای پاتې شي. ټرمپ ټینګار کړی، چې هېڅوک به پرېنږدي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.








