د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، د دغه ښار په دوو ناحیو کې د ۴۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي. د هرات ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول خان محمد یوسفزي ویلي، چې په لومړۍ پروژه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت په دیارلسمه ناحیه کې د دوو کیلومترو سړک د قیرکولو چارې شاملې دي او په دویمه پروژه کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت فرعي کوڅې قیر کېږي. د نوموړي په وینا، دغه پروژې د هرات ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې تمویلېږي، چې د لومړۍ پروژې چارې به په پنځو او د دویمې پروژې چارې به په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.








