د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو درېیم رییس ذاکر جلالي تایید کړې، چې د افغانستان یو پلاوی به د ایکو سازمان د سرمشریزې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي. د جلالي په وینا، د دغه پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر غاړه ولري. ټاکل شوې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو او چارواکو په ګډون، اتلسمه سرمشریزه د روان کال د ډسمبر په درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شي.








