د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) د شپږو میلیونو ډالرو په بودیجې د اقتصادي بیارغونې طرحې د دویم پړاو د پلي کېدو خبر ورکړی دی. دغه بنسټ اعلان کړی، چې دا پروګرام د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د سویلي کوریا د استازولۍ په مالي ملاتړ پلي کېږي. د یاد پروګرام موخه په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت ښهوالی بلل شوی او د دې طرحې په دویم پړاو کې به په پنځو ولایتونو کې د خلکو اقتصادي سرچینې پیاوړې او ټولنیزې زېربناوې ورغول شي.








