د راپورونو له مخې ترکیې پولیسو ۳۵ افغان وګړي یونان ته د ناقانونه ننوتلو د هڅې پر مهال نیولي دي. ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه کسان د کډوالو د قاچاق پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د بالیکاسیر ولایت کې نیول شوي دي. د راپور له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۱۹ ماشومان هم شامل دي. رسنیو زیاته کړې، چې د کډوالو د قاچاق د تنظیمولو په تور څلور شکمن کسان هم نیول شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو هم په بلوچستان ایالت کې د ۸۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و. د پاکستاني چارواکو په وینا، دغه کسان له پولې د ناقانونه تېرېدو د هڅې پر مهال نیول شوي دي.








