د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ افغان پلاوي د هند د ۴۵م نړیوال سوداګریز نندارتون په پرانیستغونډه کې ګډون کړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې زاهد د نندارتون په څنډه کې د هند د سوداګرۍ له وزیر پیوش ګویال سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو پر معرفي کولو خبرې کړې دي. نوموړي په دغه نندارتون کې د افغان سوداګرو له ۶۸ غرفو هم لیدنه کړې، چې وچې مېوې، افغاني غالۍ او بانکي خدمتونه پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.








