په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد د ستونزو په حل کې مرسته وکړي. نوموړي د سویلي کوریا په پلازمېنه سیول کې د «ښځو او سولې لپاره اقدام» په اتم نړیوال کنفرانس کې ویلي، افغانستان د اوو هېوادونو په څلورلارې کې موقعیت لري او له دغه هېواد سره مرسته د سیمې او نړۍ په ګټه ده. عرفات جمال د هېواد ټول نفوس ته په اشارې ویلي، چې راستنېدونکي کډوال د افغانستان د نفوس ۱۵ سلنه جوړوي او د نړیوال ملاتړ نشتوالی ښايي هغوی یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ کړي. هغه ټینګار کړی، چې د راستنو شویو کډوالو د کارموندنې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره باید د ملاتړ او مرستې عملي لارې چارې برابرې شي.








