د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف، په دغه هېواد کې د بلجیم له سفیر ماتیاس کنده سره د افغانستان د وروستیو تحولاتو او د افغانستان په اړه د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلجیم سفیر په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د سیمهییز ګډ او همغږي دریځ د رامنځته کولو په برخه کې د ازبکستان د هڅو ستاینه کړې ده.








