ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې د روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ خبرې د روانې نومبر میاشتې په ۱۰ او ۱۱مه په ابوظبۍ کې ترسره شي. د روسي پلاوي مشري د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال ولادیمیر مدینسکي کوي، په داسې حال کې چې د اوکراییني پلاوي مشري د بهرنیو استخباراتو رییس رستم عمروف پر غاړه لري. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې په دغو مذاکراتو کې به د امنیتي تضمینونو موضوع د بحث اصلي محور وي. نوموړي زیاته کړې، چې د اروپايي هېوادونو استازي به په دې خبرو کې ګډون ونه کړي، ځکه هوکړه شوې چې مذاکرات به یوازې د روسیې، امریکا او اوکرایین ترمنځ ترسره شي.








