د هوا پېژندنې نړیوال سازمان وايي، تېرو ۱۲ کلونو په نړۍ کې د تودوخې تر ټولو لوړ ریکارډونه لرلي او په ۲۰۲۶ کال کې هم د ځمکې د تودوخې کچه مخ پر لوړېدو ده. دغه سازمان د نومبر پر ۹مه، د نړۍ د اقلیمي وضعیت په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ځمکې منځنۍ تودوخه د صنعتي کېدو له پېر مخکې کچې په پرتله ۱.۴۷ درجې سانتيګراد لوړه وه. د راپور له مخې، د «اېلنینو» اقلیمي پدیده، چې له اګست میاشتې راهیسې پیاوړې شوې، ښايي د روان کال تر پایه د ځمکې تودوخه نوره هم لوړه کړي. دغه سازمان زیاتوي، چې ځمکه په چټکۍ تودېږي او سمندرونه د اضافي تودوخې شاوخوا ۹۰ سلنه جذبوي. د راپور له مخې، ښايي ۲۰۲۶ کال هم پرلهپسې لسم کال وي، چې د سمندرونو د تودوخې نوی ریکارډ پکې ثبتېږي.








