د معیار او کیفیت اداره وايي، د کورنیو تولیداتو او خدماتو د کیفیت د لوړولو په موخه د هېواد ۴۹ کورني معیارونه د ا.ا د مشرتابه له لوري منظور شوي دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په منظور شویو معیارونو کې ودانیز توکي، برېښنايي او مخابراتي وسایل، خوراکي توکي او کرنیز محصولات، درمل او د سینګار توکي، نساجي، څرمن او کاغذ، چاپېریال ساتنه، کیمیاوي توکي، پلاستیک، طبي تجهیزات او د کانونو اړوند برخې شاملې دي. د معیار او کیفیت اداره زیاتوي، چې د دغو معیارونو پلي کېدل به د تولیداتو او خدماتو د کیفیت په ښه والي او د خلکو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول ولوبوي.








