د نیمروز د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرتیا کې د پاکستاني درملو پېر، پلور، وېش او کارول منع کړي دي. دغه ریاست له درملتونونو، کلینیکونو، روغتونونو او د درملو له عمده پلورونکو غوښتي چې په خپلو کاري مرکزونو کې شته پاکستاني درمل راټول کړي. په خبرتیا کې خبرداری ورکړل شوی، چې که دغه درمل وموندل شي، څارونکې ډلې به یې راټول او وسوځوي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.








