د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له ځانګړي استازي، کریل دیمیتریف، سره یې لیدلي دي. ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، د روسیې او اوکراین جګړه د پای ته رسېدو په درشل کې ده او ښايي د سولې په هوکړه کې ځینې اروپايي هېوادونه هم ونډه ولري. نوموړي د سولې احتمالي هوکړه لویه بللې او ویلي یې دي چې په عملي کېدو سره به یې ټول لوري خوښ وي.








