د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خدماتو مرستیال، عنایتالله صدیقيزي، په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، صدیقيزي د روسیې د ملي یووالي د ورځې په مناسبت د جوړو شویو مراسمو په څنډه کې له روسي سفیر سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو پانګونو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کولو، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتولو او افغان او روسي سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي. همداراز، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو لپاره د نویو برخو پېژندل د دې لیدنې نور مهم موضوعات وو.








