د عمان په پلازمېنې مسقط کې د افغانستان د سفارت سرپرست، حافظ عمر، د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې له رییس، فیصل بن عبدالله الرواس، سره لیدلي دي. په عمان کې د افغانستان د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې شوې دي. سرچینه زیاتوي، دواړو لورو د سوداګرۍ او پانګونې له موجودو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د ګډې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.








