غزني کې د یو میلیون ډالرو په پانګونې د بېلچو او موټرو د کمانیو یوې نوې تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړی، چې په ۲۴ ساعتونو کې د پنځو ټنو څخه د زیاتو توکو د تولید وړتیا لري او ۴۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د یادې کارخونې مسوولین وايي، ډېری کارکوونکي یې له ایران او پاکستانه راستانه شوي ځوانان دي، چې په هېواد کې دننه ورته د کار زمینه برابره شوې ده. بلخوا، د غزني د صنایعو او پانګونې خونې وايي، په دغه ولایت کې د صنعتي فعالیتونو د پراختیا لپاره پنځه صنعتي پارکونه منظور شوي او دا مهال له سلو زیاتې خوراکي او غیرخوراکي تولیدي کارخونې فعالیت لري.








