په اسپانیا کې د دوو مساپر وړونکو اورګاډو د ټکر له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴ او د ټپیانو شمېر ۱۸۰ ته لوړ شوی دی. ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه پېښه د سهار په ۹ بجو د ځايي وخت له مخې رامنځته شوې او د یوه اورګاډي دوه واګونونه له پټلۍ وتلي دي. د راپورونو له مخې، په دواړو اورګاډو کې ټول ۵۴۴ کسان سپاره وو. له پېښې وروسته د ډاکټرانو، اور وژنې او ژغورنې ډلې سیمې ته لېږل شوې دي او د ټپیانو د مرستې او ژغورنې عملیات روان دي. د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز ویلي، چې د ژغورنې ډلې د پېښې په ځای کې دي او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د قربانیانو د مرستې او د خلکو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.








