د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسکو کې د ګازو صادرونکو هېوادونو د غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي. پوتین په دې کتنه کې هیله څرګنده کړې چې په منځني ختیځ کې روان تاوتریخوالی کم شي. د پزشکیان د ټلېګرام چینل د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. پزشکیان په دې غونډه کې امریکا تورنه کړې چې د یو اړخیزو بندیزونو او پوځي لاسوهنو له لارې یې د نړۍ د انرژۍ بازار ثبات له خطر سره مخ کړی دی. نوموړي همداراز د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لیدلي او د سیمې د وروستیو تحولاتو، خبرو اترو، د هرمز تنګي او د انرژۍ د خوندي تامین په اړه یې بحثونه کړي دي.








