د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، تېر کال د هېواد د وچو مېوو د صادراتو ارزښت ۶۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و، خو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کچه ۲۴۵ میلیونه ډالره ثبت شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، هند د افغان وچو مېوو له مهمو بازارونو څخه دی. ورته مهال د وچې میوې صادرونکي وایي، د پاکستان له لارې د سوداګرۍ درېدو، د بدیلو لارو د لېږد لوړ لګښتونو، بانکي محدودیتونو او د سوداګریزو ویزو ستونزو بهرنیو بازارونو ته د دوی لاسرسی ستونزمن کړی دی. خصوصي سکټور له حکومته غواړي چې د ټرانزیټي ستونزو د حل، د واګه بندر له لارې د سوداګرۍ د بیا پیل او بدیلو بازارونو ته د لاسرسي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.








