د دوغارون سرحدي ترمینل مشر محسن رکني وایي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د دغه بندر له لارې افغانستان ته د ایران ۷۰ سلنه صادرات شوي دي. د نوموړي په وینا، په همدې موده کې د ایران د خراسان رضوي ولایت ۳۴ سلنه واردات هم له دې لارې ترسره شوي، چې د افغانستان اړوند ترانزیټي توکي هم پکې شامل دي. له دوغارون بندر څخه افغانستان ته ودانیز توکي، اوسپنیز محصولات، خوراکي توکي، مېوې، سبزیجات او نفتي محصولات صادرېږي.








