د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) او خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګو د ودانیو او د سیدکرم ولسوالۍ د روغتون د نیمګړې پروژې چارې پیل کړې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، د دغو درېیو پروژو لپاره شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانۍ لګښت په پام کې نیول شوی دی. جلالي ویلي، د خلکو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د سیدکرم ولسوالۍ روغتون او د پکتیا حوزوي روغتون د جدي پاملرنې څانګې ته شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي. نوموړي له خلکو غوښتي چې د یادو روغتیايي پروژو د ساتنې او پالنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.








