د ترکیې معارف بنسټ وایي، په افغانستان کې د خپلو ښوونیزو خدمتونو د پراخولو هوډ لري او غواړي په ۳۴ ولایتونو کې فعالیتونه پیل کړي. دغه څرګندونې په کندهار کې د افغان-ترک ښوونځي د پرانیستې پر مهال شوې دي. یاد بنسټ وایي، په ۲۰۲۷ کال کې به په خوست کې نوی ښوونځی او په کابل کې د پوهنتون په کچه یو پوهنځی هم پرانیزي. د دغه بنسټ مشر احمد توکور زیاته کړې چې افغانستان کې د ترکیې د معارف بنسټ له خدمتونو ډېر خلک خوښ دي.








