د هرات او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ په یوه سوداګریزه غونډه کې د ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، دغه تړونونه د افغانستان لپاره د قزاقستان د ځانګړي استازي یرکین توکوموف او ورسره مل پلاوي، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار او د دواړو لورو د یو شمېر سوداګرو په شتون کې لاسلیک شول. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضيزاده ویلي، قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه غنم او اوړه له دغه هېواد څخه واردېږي.








