د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. ځايي پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې په دې نښته کې اته وسلهوال هم وژل شوي دي. نښته هغه مهال پیل شوې چې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وشو. د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې ویلي، په وژل شوو پوځیانو کې دوه افسران هم شامل دي.








