د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، ناروې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۱۵ میلیونه نارویژي کرون، چې شاوخوا ۱.۶۳ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، نوې مرسته کړې ده. اوچا د ناروې له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي، دغه مالي مرسته به په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د دوام لپاره ولګول شي.





