د پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د عمران خان دوه نورې خویندې عظمی خان او نورین خان او د هغوی ماشومان په لاهور کې له خپلو کورونو وړل شوي او تر اوسه یې درک نه دی معلوم. هغه ویلي، د عمران خان بله خور علیمه خان هم پرون نیول شوې او کوټ لکپت زندان ته لېږدول شوې ده. اپریدي پر دولتي ادارو غږ کړی چې د ښځو او ماشومانو درناوی وکړي او د قانون او اساسي قانون له مخې خپلې چارې ترسره کړي. هغه دغه راز ادعا کړې چې د پښتونخوا د ولایتي وزیر شکیل خان د تښتولو هڅه هم شوې ده.








