په ایران کې د امریکا مجازي سفارت خپلو اتباعو ته د احتمالي پوځي تحرکاتو او امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله ایران ته د سفر کولو په اړه جدي خبرداری ورکړی دی. د دغه سفارت په خبرداري کې له هغو امریکايي اتباعو هم غوښتل شوي چې اوس مهال په ایران کې دي، له هرې ممکنې لارې دې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. د امریکا مجازي سفارت ویلي، په ایران کې د سیاسي بېثباتۍ او احتمالي امنیتي نښتو کچه لوړه شوې او په اوسنیو شرایطو کې واشنګټن خپلو اتباعو ته د کونسلي او بیړنیو خدمتونو د وړاندې کولو محدود یا هېڅ توان نه لري.








