حوثیانو د یمن د مخا بندري ښار کنټرول ترلاسه کړی او د سره سمندر پر غاړه د حنیش ټاپوګانو پر لور یې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی. د یمن د حکومت پوځي سرچینې وايي، د مخا ښار د کنټرول په ترلاسه کولو سره د بابالمندب پر تنګي د حوثیانو نفوذ نور هم زیات شوی دی. بلخوا، د حوثیانو د بشري عملیاتو د همغږۍ مرکز ویلي، په سره سمندر کې د سعودي عربستان د بېړیو پرته د نورو ټولو باروړونکو شرکتونو تګ راتګ خوندي دی.








