د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اټکل کړی چې له ایران سره روانه جګړه به د نومبر له منځمهالو ټاکنو وروسته سمدستي پای ته ورسېږي. ټرمپ ادعا کړې چې تهران هڅه کوي د امریکا پر منځمهالو ټاکنو اغېز وکړي، خو د نوموړي په وینا، ایران د امریکا د اقتصادي فشارونو له امله نور نه شي کولای جګړه اوږده کړي. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د تېلو بیې هم راټیټې شي.








