د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا ویلي، د اړتیا وړ بودیجې د نه بشپړېدو له امله د بشري مرستو بهیر له جدي ننګونو سره مخ دی. د دغه بنسټ په وینا، د اګست تر پایه د ۱.۷۱ میلیارده ډالرو له غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۹.۷ سلنه، یا شاوخوا ۳۰ سلنه، تمویل شوې ده. اوچا خبرداری ورکړی چې د بودیجې د کمښت اغېزې اوس د بشري مرستو په بېلابېلو برخو کې څرګندېږي.








