د ایران د دفاع وزارت سرپرست مجید ابنالرضا ادعا کړې، چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه د امریکا د جنګي بېړیو د په نښه کولو وړتیا لري. ایراني چارواکو په وروستیو ورځو کې ادعا کړې، چې د بېړیو ضد وسلو په کارولو سره یې د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا پر دوو جنګي بېړیو برید کړی دی. د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي هم یوه ورځ مخکې ویلي، چې ایراني ځواکونو د لومړي ځل لپاره د امریکا د یوې جنګي بېړۍ پر وړاندې د بېړۍ ضد توغندی ازمویلی دی. د امریکا مرکزي قوماندانۍ تر اوسه د ایران د دفاع وزارت د تازه ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.








