د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) ویلي، په څه کم درېیو کلونو کې له شپږ میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه بنسټ ویلي، په دومره کچه د افغانانو ستنېدل په معاصر تاریخ کې کمساري دي. د دې ادارې په وینا، ډېری افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، په جبري توګه ایستل شوي دي. یو این ایچ سي ار ټینګار کړی چې کډوال او پناهغوښتونکي باید د نړۍ له هر ګوټ څخه په خپله خوښه، خوندي او د انساني کرامت په درناوي سره خپلو هېوادونو ته ستانه شي. دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان او میلیونونو راستنو شویو افغانانو وضعیت هېر نه کړي.








