د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د هویشن او هیلیکس له مسوولینو سره د برېښنا تجهیزاتو د تولید او تخنیکي کارکوونکو د مسلکي روزنې په برخو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، په دې کتنه کې افغانستان د برېښنا سکټور لپاره د پانګونې مناسب ځای بلل شوی او پانګهوالو ته د شته اسانتیاوو په اړه مالومات ورکړل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، د برېښنا شرکت مشرتابه ډاډ ورکړی چې ملي او نړیوال پانګهوال کولای شي د برېښنا په اړوندو برخو کې په ډاډه فضا کې پانګونه وکړي.








