د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوه خصوصي پانګهوال له لوري د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ستر سوداګریز کمپلکس د جوړېدو چارې پیل شوې دي. دغه کمپلکس به پر ۳۰۰ جریبه ځمکه جوړ شي او ټاکل شوې چارې یې په یو نیم کال کې بشپړې شي. چارواکي وایي، په دې پروژه کې د کرنې، سوداګرۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېلې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي. دغه سوداګريز کمپلکس کې د کرنیزو محصولاتو د کښت لپاره کرنیزه ځمکه، د وچې او تازه مېوې د پروسیس او پلور شل مرکزونه، ټرانسپورټي سيسټم، جومات او نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي. مسوولین وايي، چې دغه پروژه به په زابل کې د سوداګرۍ د ودې ترڅنګ ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي








