د راپورونو له مخې د هند د اوتراپرادیش ایالت په بېلابېلو سیمو کې له سخت توپان، درنو بارانونو، ږلۍ او تالندې وروسته نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي. راپورونه وایي، دغه ناڅاپي سخت توپان د چهارشنبې په ورځ د ایالت په پنځو ولسوالیو کې راغلی، چې له امله یې ګڼې ونې او لوی سوداګریز بلبورډونه پر موټرو لوېدلي دي. توپان همداراز په ګڼو سیمو کې د مخابراتي شبکو د پرې کېدو لامل شوی، چې د ژغورنې او مرستندویه چارو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی. د ایالتي ادارې یوه چارواکي ویلي، شاوخوا ۸۹ کسان د توپان، برېښنا لوېدو او باران پورې تړلو پېښو کې وژل شوي دي. د هغه په وینا، ډېری قربانیان د ونو پرېوتو او د کورونو د دېوالونو نړېدو له امله مړه شوي دي.








