د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په شلمه غونډه کې د ګډون لپاره «نوي ډیلي» ته تللی دی. عراقچي به د خپل دغه سفر پر مهال د بریکس په غونډه کې ګډون وکړي او ترڅنګ به یې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره هم لیدنې او خبرې اترې ولري. ټاکل شوې ده چې «نوي ډیلي» د مې میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه، د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې، د بریکس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.








