د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي، له ایران سره په جګړه کې تر اوسه ۲۹ میلیارده ډالر لګښت شوی دی. دغه اټکل د امریکا کانګرېس ته د بودجې په یوه تازه راپور کې وړاندې شوی. تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر، پيټ هېګسېت، د جګړې لګښت ۲۵ میلیارده ډالر ښودلی و. د پنټاګون چارواکي وایي، د جګړې د لګښتونو ارزونه لا هم روانه ده او ښايي دا شمېر نور هم لوړ شي.








