د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تفحص او اکتشاف رئیس په مشرۍ پلاوي په پنجشېر ولایت کې د کانونو چارو د ارزونې پر مهال ویلي، دا مهال د پنجشېر د ۲ ولسوالیو په کانونو کې څه باندې پنځه زره کارګر پر کار بوخت دي. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کانونو د تفحص او اکتشاف رئیس عبدالله حیدري په مشرۍ پلاوي په پنجشېر کې له کاني چارو لیدنه کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، د دغې ارزونې موخه د حرفوي کانکېندنې د معیاري لارو چارو څېړل، د کانونو د استخراج په بهیر کې د تخنیکي او علمي معیارونو د پلي کېدو ارزونه، او د کانکېندنې په برخه کې د شته ستونزو پېژندل دي. بلخوا، یو شمېر څارونکي وايي چې په کانونو کې د کارګرو د خوندیتوب او کاري مصؤنیت لپاره لازمې اسانتیاوې او لازم تدابیر په کافي اندازه نه ترسترګو کېږي.








