ازبکستان د کرنیز سکټور د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته ۴۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه استولي دي. د بلخ د کرنې ریاست ویلي، په دغو تخمونو کې د پنبې، وریجو او سبزیجاتو تخمونه شامل دي چې د حیرتان بندر له لارې هېواد ته رسېدلي دي. یاد تخمونه به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بزګرانو ته ووېشل شي. د کرنې ریاست په وینا، دغه مرسته به د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د کښت د کیفیت په ښهوالي کې مرسته وکړي. مسوولین دا اقدام د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بولي.








