د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې له ازبکستان سره د نږدې ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنبې د صادراتو تړونونه لاسلیک شوي دي. د دوی په وینا، ازبکستان له افغانستانه د پنبې واردولو ته زیاته لېوالتیا ښودلې ده. همداراز، له ایران سره د سوداګریزو اړیکو له پراختیا وروسته شاوخوا ۴۰ موټره پنبه ایران ته هم صادر شوې ده. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۰۴ زره ټنو څخه زیاته پنبه بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده.








