د پنجشېر ولایت د مرکزي زندان د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې، چې ټول لګښت یې ۱۱۶ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی. مسوولین وايي، دا زندان د ا.آ د پراختیایي پروژو په لړ کې منظور شوی او په معیاري او عصري ډول به جوړ شي. د معلوماتو له مخې دا زندان په ۲۳ بلاکونو کې جوړېږي چې ۱۰۰ خونې، مسجد، ورزشي او تعلیمي مرکزونه او نورې برخې به ولري. چارواکي زیاتوي چې د دې زندان په جوړېدو سره به د بندیانو د ساتنې اسانتیاوې لا ښې شي او د اصلاح او روزنې لپاره به مناسب چاپېریال برابر شي.








