د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال د معیار او کیفیت ادارې د رئیس فیضالله تمیم په مشرۍ له افغان پلاوي سره په کتنه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د معیار او کیفیت ادارې په خپره کړې، خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوي د چهارشنبې په ورځ په باکو کې د اذربایجان د اقتصاد وزارت له مرستیال انار اخندوف سره ولیدل. په دې کتنه کې اروپايي هېوادونو ته د افغاني محصولاتو د صادراتو زیاتوالی، د ټرانزیټي اسانتیاوو برابرول، د نفت او ګازو د دولتي او خصوصي شرکتونو ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د پانګونې فرصتونه وڅېړل شول. افغان پلاوي ویلي چې د دې سفر موخه افغانستان ته د باکیفیته نفتي او نورو سوداګریزو توکو واردول دي.








