د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترکیې کې د انتالیا ډيپلوماسۍ فورم په څنډه کې له خپل ترکي سیال عمر بولات سره په کتنه کې له ترکیې غوښتي، چې په افغانستان کې د درملو پر سکټور پانګونې وکړي. صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، نورالدین عزیزي په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې د تاریخي اړیکو پر دوام له ټينګار سربېره افغانستان ته د ترکشاېرلاین هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیل له امله مننه وکړه. په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو چارو پر پراختیا او د صنعت، کانونو او کرنې په ګډون په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونو د جلب په تړاو هم خبر کړې دي. د ترکیې د سوداګرۍ وزیر ویلي، تر دې وروسته په ترکیې کې په ټولو نندارتونونو کې افغانستان ګډون کولی شي.








