ملګرو ملتونو راپور ورکړی،چې د نړیوالو مرستو له کمېدو سربېره هم په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغانان له بنسټيزو خدماتو، اقتصادي فرصتونو او معیشتي پروګرامونو برخمن شوي دي. د راپور له مخې د نړیوالو ملاتړو او شریکانو په مرسته، په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو بهیر دوام موندلی دی. راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ستراتیژیک چوکاټ لاندې د بنسټیزو اړتیاوو د پروګرامونو تمویل ۱.۷ میلیاردو ډالرو پورې رسېدلی چې درېیم پرلپسې کال زیاتوالي ښيي. ملګرو ملتونو دغه راز زیاته کړې چې په افغانستان کې یې څه باندې ۳۴ میلیونه وګړي تر پوښښ لاندې راوستي او د دغه بنسټ په ملاتړ څه باندې ۴.۶ میلیونه ماشومانو هم په ښوونځيو کې نوملیکنه کړې ده.








