د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي چې د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري او باید جدي مذاکرات پیل شي. ګوټرېش لیکلي چې خبرې دې سملاسي بېرته پیل شي، اوسنی اوربند دې وساتل شي او که اړتیا وي ودې غځول شي. هغه زیاته کړې، چې ټول اړخونه دې د هرمز تنګي په ګډون د نړیوال سمندري تګراتګ ازادۍ او حقونو ته درناوی وکړي. نوموړي روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې ټول اړخونو دې اوربند ته ژمن پاتې شي او د تاوتریخوالي له زیاتېدو دې ډډه وکړي.








