په دوحه کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره په یوه ناسته کې د سیاسي، اقتصادي او قونسلي اړیکو په اړه خبرې کړې دي. د سفارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو، سوداګرۍ او په فرانسه کې افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو پر موضوعاتو هم بحث کړی دی. همدارنګه، له افغانستان سره د فرانسې د بشري مرستو په اړه هم خبرې شوې دي.








