د خوست ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په ګډون د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېلو (غوړ) لرونکو نباتاتو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د تثبیت او سروې بهیر په منظم او تخنیکي ډول روان دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په خوست کې د چارو ادارې او د کرنې وزارت د ګډ تخنیکي پلاوي له لوري د صبریو-یعقوبیو، تڼیو، علېشیرو-تریزیو او باک ولسوالیو کې ټولټال ۱۹۵۱۱ جریبه ځمکه د یادو نباتاتو د کرنې لپاره تثبیت او سروې شوې ده. د چارواکو په وینا، یاده ځمکه د کرنیزو معیارونو له مخې مناسبه بلل شوې او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به پرې بېلابېل تېل لرونکي نباتات لکه شړشم، کنجد، زغر، لمرګلۍ او ممپلي وکرل شي.








