د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سېشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې له ۸۰۰ کورنیو سره بشري مرستې ترسره کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، په دغو مرستو کې نغدې پیسې، د سرپنا اړوند توکي او روغتیايي وسایل شامل دي. اوچا زیاتوي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د جګړو له امله بشري کړکېچ زیات شوی او د خلکو اړتیاوې هم لوړې شوې دي.








