د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ایران د جګړې د پای ته رسولو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو خبرو کې د جګړې پر روان وضعیت او د هغې د ختمولو پر ممکنه لارو چارو بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په اسلاماباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. همداراز، په لندن کې مېشت یوه سمندري استخباراتي بنسټ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د بندرونو د کلابندۍ د عملي کېدو اعلان کړی دی.








